د غلا په پیسو حج کونکي وکیل ته
شاعر: عنایت الله پویان شاعر: عنایت الله پویان

 

 

 

ښه به دا وي/ چې حاجي له حج را ستون شي

نه هغه چې د یتیم له پاکو وینو

د حاجي صاحب د حج خرڅی تیار شي

ښه به دا وي/ چې نفلونه یې قضا شي

نه هغه چې د ؤلس اغوا لپاره

څوک خپل وچویلی/ په خاورو کې ګرد جن کړي

په زر زله به مجوس ، نصرانی ښه وي

نه هغه چې د اسلام له پاک نامه نه

د قاتل او بد کردار مردار لاسونه

د غرض ګټه کړي پورته

او اسلام د سیاستونو په ډګر کې

د څوکۍ د برد او باخت قمار خانوکې

د هر کس ناکس لپاره

د بایللو او ګټلو کمسا یي شي

*****

د ریا حج

د زړګو کعبه ترې هیره

د کعبې په لور روان دی

ځغلوي د تریاک پیټي

مطیع کله د قران دي

چې د غلا په پیسو حج کا

هغه حج کله قبلیږي

چې ؤلس یې وږي پروت وي

دا حج کله منل کیږي

د زړګو د کور حاجي شه

که رضا د الله غواړې

د زړګو تواف هیر نه کړې

که په دین کې رښتیا غواړې

ــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه: کمسایي هغه دانې دي چې قمار پرې وهل کیږي

 


November 3rd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان